افغان میرمنې: موږ باید د سولې په خبرو کې ځای ولرو

د ویډیو تشریح، افغان میرمنې: موږ باید د سولې په خبرو کې ځای ولرو

په قطر کې د امريکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې لا هم روانې دي. د دغو خبرو ډېر جزييات نه دې په ډاگه شوي خو افغان مېرمنې وايي د دوى استازي نه يوازې په دغو خبرو بلکې په نورو ورته ناستو کې هم نه تر سترگو کېږي. دوی اندیښمنې دي، چې په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې ترلاسه کړې ازادۍ او حقونه یې له طالبانو سره په احتمالي جوړ جاړي کې زیانمن نشي. په کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پرهمدې موضوع د بي بي سي په ازاده جرګه کې شوي بحث ته کتنه کړې.