تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د سرو لښکرو پاتې ماینونه
ځمکني ماينونه په افغانستان کې هره مياشت گڼ ولسي وگړي وژني او يا يې هم معلولوي. دا ماينونه چې لومړني يې پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل په کلونو کې اېښودل شوي وو لا تر اوسه ټول نه دې پاک شوي. د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پېل شو.
د رسمي شمېرو له مخې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ کلېومټر مربع ډېره ځمکه له ماینونو پاکه شوې. له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د دېرشمې کلنۍ په مناسبت زموږ همکار نورګل شفق په کابل کې د ماین پاکۍ ځينو موسسو ته ورغلی او دغه رپوټ يې جوړ کړی.