په ایچ ای وي د اخته افغانانو درملنه ولې نه کېږي؟
په افغانستان کې د ایچ ای وي ځينې ناروغان وايي، دغه هېواد کې دولتي او خصوصي روغتونونه د اړتیا پر مهال د دوی عملیات او درملنه نه کوي.
په دغه هېواد کې د اېډز ناروغۍ د درملنې پنځه او د مشورې ورکولو یوولس مرکزونه کار کوي خو هېڅ يو يې د جراحۍ وسایل نه لري.
بي بي سي په کابل کې له یوې داسې کورنۍ سره خبرې کړې چې درې کسان يې په ایچ ای وي ناروغۍ اخته دي او ان د یوه عادي غاښ اېستلو لپاره هم په ګرانه ډاکټرانو ته قناعت ورکوي. نجما ځلا پرې دغه رپوټ جوړ کړی.