افغان ولسمشرۍ ټاکنې: د نوملیکنې ورځ تر پایه کاندیدان ۱۸ شول
نن يې د سيالۍ نومليکنې وروستۍ ورځ وه، چې ولسمشر غني او ډاکټر عبد الله هم په رسمي ډول ورشامل شوي. افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نن د نومليکنې وروستۍ ورځ وه، چې د افغان حکومت دوو مشرانو، اشرف غني او ډاکټر عبد الله هم په رسمي ډول د نوماندانو سيالۍ کې ورګډ شول.
په دې سره د افغان ولسمشرۍ لپاره د سيالانو شمېر اوس ۱۸رسېدلی، چې ټاکنې به یې راتلونکی جون کېږي. سيد ولي ناصر پرې راپور لري.