کابل او وردګو کې مظاهرې
د افغانستان پلازمېنه کابل کې له پرون راهیسې احتجاجونه دي چې حالات يې ترينگلي کړي دي. د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ اخ او ډب کې لاریون کوونکي او پولیس ژوبل شوي.
لاریونیان پرون د کابل له لوېدیځه هغه مهال سړکونو ته ووتل چې د عبدالغني علي پور په نوم یو وسلوال امنیتي ځواکونو ونیو. پر ده تور دى چې ملکي وگړي يې کړولي خو پلويان يې وايي چې ده د طالبانو پر ضد گامونه اخيستل.