تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې مرګونی برید
په کابل کې د ديني عالمانو پر غونډه پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۵۵ تنو ته رسېدلی، داسې حال کې چې ۹۴ نور په کې ټپیان دي. دا بريد په افغانستان کې دننه او بهر په کلکه غندل شوی او ولسمشر يې خپل هېواد کې نن يوه ورځ ملي ویر اعلان کړی دی.
چاودنه تېر ماښام د کابل ښار شمال خوا کې د هوايي ډګر پر واټ د ودونو یوه تالار کې داسې مهال وشوه چې نژدې زر تنه ملایان د اسلام پيغمبر زېږېدو ورځې لمانځنې په موخه سره غونډ شوي وو.