تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار ټاکنې: رای اچونه په ځنډ پیل شوه
کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، په پام کې وه، اوه بجې د رایې ورکولو بهیر پیل شي، خو په ځینو مرکزونو کې ګهیځ نهه بجې رای اچونه پيل شوه او د ماښام تر شپږو بجو به دوام کوي.
رایه ورکوونکي شکایت کوي، چې کار ورو روان دی او ځینې خلک ګهیځ شپږ بجې د رایو ورکولو مرکزونو مخې ته انتظار دي، چې ان تر نهو بجو نوبت نه دی ور رسېدلی. ځینې مېرمنې وايي، چې په لیستونو کې یې نومونه نه دي موندل شوي، چې د تلې پر ۲۸مه ټاکنو کې هم دا ستونزه وه.