ټاکنې: پر خواله رسنۍ کمپاینونه یوه بله لار
په افغانستان کې حکومت پرېکړه کړې چې که ټاکنو کې هر چارواکی لاسوهنه وکړي، له دندې به ګوښه کړي او عدلي بنسټونو ته به ورپېژندل کېږی.
بل خوا د ټاکنو کمیسیون بیا ویلي چې د ۱۴ ولایتونو په ۲۵ ولسوالیو که به ټاکنې د امنیتي اندېښنو له امله نه کېږي. د ټاکنو په رانژدې کېدو سره نوماندانو هم خپلې ټاکنیزې هلې ځلې هم چټکې کړې دي.
نوماندان د خلکو جلبولو لپاره د خواله رسنیو په ګډون هره ممکن لار کاروي.
د ټاکنو په اړه د بی بي سي د ځانګړو رپوټونه په لړۍ کې مامون دوراني پر خواله رسنیو د کاندیانو کمپاینونو ته کتنه کړې.