د افغانستان سوداګریزو دهلېزونو د پرانستنې ګټې

د ویډیو تشریح، د افغانستان حکومت تېره اوونۍ اروپايي هېوادونو، چین، روسیې او اماراتو ته نوي سوداګریز دهلېزونه پرانستل. په لومړیو دوو الوتنو کې ایټالیا او فنلېنډ ته قالیني او د قره قل پوستکي ولېږدول شول.

د افغانستان حکومت تېره اوونۍ اروپايي هېوادونو، چین، روسیې او اماراتو ته نوي سوداګریز دهلېزونه پرانستل. په لومړیو دوو الوتنو کې ایټالیا او فنلېنډ ته قالیني او د قره قل پوستکي ولېږدول شول.

د دې ترڅنګ هند سره هوایي دهلیز هم پراخ شوی او چارواکي وايي تردې وروسته افغانستان کولی شي د هند ټولو ۵۰ ښارونو ته سوداګریز توکي واستوي. د هوایي دهلېزونو له پرانیستل کېدو وروسته څه د پاسه ۱۸۰ الوتنې شوي او د ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي له افغانستان نه بهر ته صادر شوي.