د کډوالو اندېښنې

د ویډیو تشریح، د کډوالو اندېښنې

په تېرو دريو کلونو کې له پاکستانه نژدې ۱،۵ ميليونه ثبت شوي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې د کار او سرپناه نشتوالي ستونزې او اندېښنې هم ورسره ډېرې شوې دي. خو چارواکي وايي اوس يې د دغو ستونزو د حل لارو په راکتو پيل کړی دی.

افغان حکومت وايي کار موندنه کې یې ستنو شويو کډوالو ته د غاليو اوبدولو وسايل ورکړي، او يوازې ننګرهار کې ترې زر کورنۍ ګټه اخلي چې پنځه سوه یې مېرمنې دي. ذبيح الله رحيمزي يې په اړه راپور رالېږلی دی.