تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د وچکالۍ له امله خلک کورونه پرېږدي
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې وچکالۍ خلک له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي. نژدې شل زره خو یې له بادغیس او غور ولایتونو هرات ته ورغلي دي.
همدا اداره وايي وچکالي ټوټال څه باندې دوه میلیونه افغانان ګواښي. له تندې په تېښته بې ځایه شویو سره یو څه نا څه مرستې شوي دي خو ډېری یې لا هم اړینو توکو ته لاسرسی نه لري.
زموږ همکار محمد قاضي زاده د نویو بې کوره شویو خلکو پنډغالي ته ورغلی دی.