د بهرنيو چارو وزارت کې اداري اصلاحات

د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې به په لومړي ځل د اداري اصلاحاتو له لارې ګومارنې پیل شي. پر دې وزارت کلکې نېوکې کېږي چې ډېر کاروکونکي یې د سیاسي څېرو خپل خپلوان دي او د واسطو له لارې ګومارل شوې دي.

د اداري اصلاحاتو کمیسیون مشر نادر نادري کابل کې زموږ همکار اسد الله لودین سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د اصلاحاتو لړۍ یې روانه ده، خو بشپړ پلي کول یې وخت غواړي.