تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان او ګاونډيو تر منځ د اوبو لانجې
په افغانستان کې يو شمېر خلک په دې باور دي چې، په ځینو ولایتونو کې نا امني دې لپاره روانه ده، چې هلته د اوبو بندونو جوړولو مخه ونیول شي.
د پاکستان ځينو لوړ پوړو چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د اوبو او برېښنا بندونو جوړېدل، به د دوى په هېواد کې د اوبو پر بهیر اغېز وکړي. تر دې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزير هم ویلي وو، هېواد به يې له افغانستان سره د اوبو د ستونزې هوارولو په پار، له ټولو ممکنه وسيلو کار واخلي.