ماشومانو کې د مغزو ګوزڼ ډېر شوی

د افغانستان په شمال ختيځ کې روغتیايي چارواکي وايي، په ماشومانو کې د مغزو ګوزڼ ناروغۍ نژدې دوه برابره ډېرې شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان شمېري ښيي هرکال په نړۍ کې تر ۵۰۰ زره کسان د مغزو په ګوزڼ اخته کېږي. د افغانستان په تخار کې یوازې په تېرو اتو میاشتو کې د دې ډول ناروغانو شمېر تر پنځو سو اوښتي. زموږ همکار زلمی اشنا د شمال ختيځو ولایتونو لپاره د مغزو ګوزڼ د درمنلي یوازیني ځای ته ورغلي او دا رپوټ یې را استولی دی.