تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران: له افغانستانه را بهېدونکې اوبه لږې شوي
ایران وایي له افغانستان نه وربهېدونکې اوبه لږې شوي او په هغه هېواد کې یې ستونزې جوړې کړي دي. دواړه هېوادونه د هلمند پر اوبو تړون لري چې له مخې یې ایران په یوه ثانیه کې د ۲۲ مکعب مترو اوبو حق لري. افغانستان د ایران د ادعا په ردولو سره وایي چې همدا اوس هم ایران ته تر تړون دوه ځله ډېرې اوبې ور روانې دي. افغانستان له نورو ګاونډیانو سره هم ګډ سیندونه لري؛ له هغوی سره د اوبو د وېش مساله څنګه کېږي؟
په دې اړه د اوبو له دوو کارپوهانو ډاکټر فاروق اعظم او انجنیر شمس الملک سره اوونیز بحث لرو: