ننګرهار کې افغان پوځ ته د امنیتي چارو سپارل
د ننګرهار د مرکز جلال آباد د ننګول شوي امنیتي وضعیت د کابو کولو دنده افغان پوځ ته وسپارل شوه.
نن ګڼ شمیر پوځیان د جلال آباد ښار په دروازو او واټونو کې لیدل کیدل، خو چارواکي وایي دا کار یې د لنډې مودې لپاره دی.
د دې ښار اوسېدونکي وايي، ناامنۍ يې ژوند ګواښلی او چارواکي په دنده کې پاتي ګڼي. پوځ ته د جلال آباد ښار امنیت په داسې حال کې سپارل کیږي چې داعش په دې ښار کې پرله پسې څو ملکي ادارو باندې ډله ییز بریدونه وکړل.