تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوه اوونۍ کې اته زره افغانان بې ځایه شوي
د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر وايي، په تېره یوه اوونۍ کې، په افغانستان کې نژدې اته زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. په روان ۲۰۱۸ کال کې، تر اوسه پر هېواد کې دننه د بې ځایه شویو شمېر بيا له ۱۶۲ زرو اوړي.
ډېر بې ځایه شوي، د جګړې له امله د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي دي. له دغو يې ډېر د جګړه ځپلي هلمند هم دي چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې مېشت شوي دي. اوليا اطرافي ورغلی و او دا رپوټ یې را لېږلی دی.