ولې د ډالرو پر وړاندې افغانۍ را لوېدلې؟
د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په کمساري ډول رالوېدلی دی. په دې مانا چې نن یو ډالر په ۷۳ افغانیو او ۴۰ پیسو بدلېده. او دا په روان کال کې تر ټولو ټيټه کچه ده.
د افغانیو ارزښت لوېدو په افغان بازارونو د توکو بیې هم لوړې کړې دي ځکه افغانستان ته ډېر سوداګریز مالونه په ډالرو وروړل کېږي. د افغانستان بانک له ډېرو کلونو راهیسې د افغانیو د ثبات لپاره هره میاشت میلیونه ډالره بازار ته وړاندې کوي او بدل کې یې افغانۍ اخلي.
خو د افغانیو د ارزښت کمېدو دلیل څه دی او څنګه ښه کېدای شي؟ پر دې موضوع زموږ همکار حفیظ الله معروف د افغانستان بانک پخوانی مرستیال خان افضل هډه وال سره مرکه کړې.