تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ټاکنیزو حوزو د غزني وېش، هرکلی او مخالفتونه
په افغانستان کې د ټاکنو کمیسیون وایي د غزني پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د نور هېواد خلاف، د ولايت دننه په حوزوي ډول کېږي. په تېرې يوې نيمې لسيزې کې د ولسي جرگې لپاره ټاکنې د ټول ولايت په کچه کېدې خو په غزني ولایت کې د را روانو پارلماني ټاکنو څرنګوالی یو لوی خنډ و، چې اوس ظاهرا د یوه جوړ جاړي له مخې له منځه تللی دی. د دغه ولایت ځینو اوسېدونکو اعتراض درلود چې که ولایت یې د تېر غوندې یوه حوزه شي، دوی ته د استازیتوب امکان نه پیدا کېږي. له کابله اریا احمدزۍ رپوټ لري.