افغانستان کې د زندانونو حالت
افغانستان کې روانې جګړې د ژوند پر بېلابېلو اړخونو ژور منفي اغېز پرې ايښی دی. يوه ستونزه یې د زندانونو کړکېچ دی، چې د ځای کموالی او د بندیانو شمېر زیاتوالی يې اوس د چارواکو لپاره په سرخوږي اوښتی دی.
د کابل څرخي پله زندان چی د څلور زره کسانو لپاره جوړ شوی، اوس له لس زرو زيات بندیان په کې ساتل کېږي.