تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د طالبانو اوربند
په افغانستان کې طالبانو اعلان کړی دی چې، راتلونکې اوونۍ، د کوچني اختر پر درې ورځو به اوربند کوي. دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې کله امریکا افغانستان ته ورغله او طالبان یې وپرځول، لومړی ځل دی چې دغه ډله دې ډول یو څه ته غاړه ږدي.
افغان حکومت د دې کار هرکلی کړی دی او هیله یې ښودلې ده چې دا اوربند به اوږدمهالې سولې ته لار هواره کړي.
طالبان دا پرېکړه له هغه وروسته کوي چې، افغان ولسمشر د چارشنبې پر وځ، د اختر ورځو شپو کې، د اتو ورځو لپاره د یوه اړخیز اوربند اعلان کړی و.