تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د دولت کنټرول سیمو کې کوکنار "صفر" دي'
د بي بي سي موندنې ښيي، چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی؛ پولیس او طالبانو له بزګرو باج اخلي. د نشهيي توکو د مخنيوي په برخې کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال عبدالخلیل بختیار بي بي سي ته وویل، تر ډېره کوکنار د دولت مخالفو ډلو کنټرول سیمو کې کرل کېږي او کاروبار یې مخته وړل کېږي او د دولت تر واک لاندې سیمو کې یې کرکېله صفر او یا صفر ته نژدې ده. خو د بي بي سي موندنې ښيي، په سوېل کې د کوکنارو کرکيله دومره ډېره شوې چې اوس نېښګر د افغانستان تر بیرغ لاندې سيمو کې هم په پراخه کچه د کوکنارو کروندې پيدا کولای شي.