افغانستان کې د نجونو میاشتنی عادت
افغانستان کې په هرو لسو کې درې نجونې، مانا دېرش سلنه د ښوونځیو زده کوونکې د میاشتني عادت پر مهال له ښوونځیو او زده کړو پاتې کېږي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یونیسېف او دغلته ښوونکي وايي هره میاشت د نجونو غېر حاضري او ښوونځي ته نه تګ د دوې زده کړې او راتلونکې اغېزمنوي.
افغاني ټولنه کې د میاشتني عادت په اړه خبرې کول شرم ګڼل کېږي، په اړه یې عامه پوهاوی هم په نشت حساب دی، نو کله چې نجونې د ژوند دغه پړاوو ته رسیږي له ډېرو فزیکي او رواني ستونزو سره مخامخېږي.