تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بي بي سي ځوانيمرګ خبريال احمد شاه خاورو ته وسپارل شو
خوست کې د بي بي سي خبريال احمد شاه مړی نن خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. دی پرون خوست کې کور ته پر لار و، چې نامعلو کسانو پرې ډزې وکړې، بيا يې روغتون کې له خپلو ټپونو سا ورکړه. طالبانو ويلي دوی يې د وژلو پېښه کې لاس نه لري، افغان چارواکو بيا د پېښې د پلټنې ژمنه کړې ده.
د دغه هېواد لوی څارنوال فريد حميدي نن د بي بي سي دفتر ورغلی و، او د پېښې د پلټنې په اړه يې خپل بشپړ ملاتړ ښولی دی. کابل کې هم پرون د خبريالانو لپاره مرګونې ورځ وه، چې ځانمرګي بريد کې يې ۹ تنه خبريالان ووژل شول.