تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې تر بريد وروسته د نومليکنې بهير پيل شوی
د افغانستان د انتخاباتو کميسيون وايي په کابل کې تر پروني بريد وروسته لا هم د دوى چارې درېدلي نه دي او خلک خپل نومونه ورسره راجستروي. پرون په کابل کې د داعش يوه ځانمرگي بريد لږ تر لږه اويا کسان ووژل.
تېره شپه د ننگرهار په چپرهار کې هم اورپکو درې ډاکټران چې وايي وروڼه وو ووژل. له هغه راهيسې چې د انتخاباتو لپاره د نوم ليکنې بهير پيل شوى اورپکو گڼ بريدونه کړي دي.
په کابل کې زمزمه نيازۍ له هغې کورنۍ سره ويني چې په پروني بريد کې يې د کور غړى وژل شوى.