خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه: انځورونه

د سویل ختیځ ولایت خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو جګړه کړې. ځايي خلک وايي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو ځواکونو له ډیورنډ کرښې د پښې را اړولو هڅه وکړه.

خوست جګړه
د عکس تشریح، د خوست ولايت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو جګړه کړې
خوست جګړه
د عکس تشریح، ځايي خلک وايي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو ځواکونو له ډیورنډ کرښې د پښې را اړولو هڅه وکړه.
خوست جګړه
د عکس تشریح، د قومي تړون له مخې عام خلک هم د افغان سرحدي ځواکونو دفاع ته ورغلي
خوست جګړه
د عکس تشریح، پاکستاني حکومتي سرچینو ویلي چې په جکړه کې یې دوه پوځیان وژل شوي او ۵ نورټپیان دي.
خوست جګړه
د عکس تشریح، خوست کې د ملي اردو یو چارواکي محمود ځاځي بي بي سي ته وویل، افغان ځواکونو هم سیمه کې توپچي ځواکونه ځای پرځای کړي و او د ډیورنډ کرښې پر بل غاړه ډزو کولو امر منتظر دي.
خوست جګړه
د عکس تشریح، د سیمې اوسیدونکو له جګړې د راستنیدو په حال کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال ته وویل، دوی د پاکستان د امنیتي ځواکونو ځیني وسایل، لکه وسلې، پوځي خولۍ او د نویو پوستو د جوړولو وسایل هم راوړي و.
خوست جګړه
د عکس تشریح، جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې معلومات نشته، خو د ډزو په تبادله کې د ځاځي میدان ولسوالۍ دوه اوسیدونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
خوست جګړه
د عکس تشریح، a
خوست جګړه
د عکس تشریح، په ځاځي میدان کې دغه جګړه په داسې حال کي کیږي چې نژدې دوه اونۍ وړاندې کابل ته د پاکستان د صدر اعظم د سفر پر مهال دواړو هیوادونو هوکړه وکړه چې د یوه بل په فضایي او ځمکني حریم به تیری نه کوي.
خوست جګړه
د عکس تشریح، ځاځي میدان د خوست ښار شمال ختیځ ته په پنځوس کیلومتري واټن کې پرته ارامه ولسوالۍ ده.