تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"طالبانو سوله وکړئ"
د افغانستان په جنوب هلمند کې په سلګونو کسانو، د جګړې پر ضد د سولې لاریون پیل کړی. دغه لاریون کوونکي به له مرکز، لښکر ګاه، د موسی قلعه ولسوالۍ پر لور روانېږي.
دوی به د سولې پیغام له ځان سره لېږدوي. همدغلته، د تېرې جمعې پر ورځ، وسله والو هغه لوبغالي ته نژدې برید وکړ چې خلکو لوبه په کې کوله.
په برید کې تر لسو ډېر کسان ووژل شول. دا په نا امنو سیمو کې د جګړو پر وړاندې لومړی ځل دی چې خلک راغونډېږي.