د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري؟

د ویډیو تشریح، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري څومره کمه شوې؟

د پاکستان په کراچۍ کې پښتانه سوداګر وايي، کاروبارونه یې مخ په درېدو دي ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري کمه شوې ده.

د دې لوی لامل دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي اړیکو تل پر سوداګرۍ هم سیوری غوړولی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت ته یې تل تاوان کړی دی.

ځایي خبریال عرفان خټک، د کراچۍ یو تر ټولو لوی بندر ته ورغلی دی.