تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فکرلارې: د تشدد پرتله سوله ييزه مبارزه څومره اغېزناکه ده؟
د قبايلي سیمې وزیرستان ځوانانو هڅو چې په سوله ییزه ناسته يا پرلت یې د خپلو خلکو غږ تر نړۍ ورسولو یو بې ساری ګام وبلل شو.
دوی نړۍ ته د خپلې سیمې حال داسې بیان کړ: "په سیمه کې مو مینونه خښ دي، کورونه مو پوځي عملیاتو وران کړي او ترهګر نه یو او سوله غواړو". د فکر لارې په دې خپرونه کې دا څېړو چې د تشدد پرتله سوله ییزه مبارزه څومره او ولې اغېزمنه او بریالۍ ده.
میلمانه په پېښور کې ژورنالېسته او مدني فعاله نادیه خان، په کابل کې ټولنيز فعال شفیع اعظم او په لندن کې مدني فعاله وږمه باوري ده.