تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بي بي سي څېړنه: طالبان د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره ګواښي
د بی بي سي يوې څېړنې موندلې چې طالبان د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره کې فعال دي. له څو کلونو راهيسې طالبان، په اورپکو بريدونو مخ پر وړاندې يون کې دي، خو دا لومړی ځل دی، چې داسې تفصيلي معلوماتو يې د دغه هېواد لروبر د فعاليت او شته والي کچه سپړلې ده. د بي بي سي يوې ډلې خبريالانو د افغانستان ۳۹۹ ولسواليو هره يوه کې یې له ۱۲ سوه زياتو ځايي سرچينو سره خبرې کړې، چې د دريو مياشتو اوږدو کې د ټولو اورپکو بريدونو يو پراخ او تفصيلي انځور وړاندې کړي.