کابل کې پر پوځي مرکز بريد

د ویډیو تشریح، کابل کې پر پوځي مرکز بريد مرګژوبله اړولې ده

افغان دفاع وزارت چارواکي وايي پلازمېنه کابل کې یې پر يوه پوځي مرکز اروپکی بريد پای ته رسېدلی دی.

دوی وايي مارشال فهيم پوځي پوهنتون سره نژدې يې پر دې پوځي مرکز بريد کې پنځه ځانمرګي ښکېل و، چې د ټولو په وژلو یې نښتې پای ته رسېدلې دي. دې بريد کې ۱۱ تنه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. دا لسو ورځو کې کابل کې درېيم مرګونی بريد دی.