تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له مرګوني بريد وروسته د کابل ویرجنې کورنۍ
د کورنيو چارو وزير يې وايي د وژل شويو شمېر يې اوس ۱۰۳ ته ختلی، داسې حال کې چې حکومت نن د ملي وير ورځ اعلان کړې وه.
افغان پلازمېنه کابل کې پروني مرګوني بريد کې د وژل شويو شمېر له سلو اوښتی دی. د دغه هېواد کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وايي بريد کې ځينې سخت ټپيان د شپې مهال مړه شوي، او ټولټال شمېر يې اوس ۱۰۳ ته ختلی، داسې حال کې چې حکومت نن د ملي وير ورځ اعلان کړې وه.
دا د تېرې مې ۳۱ مې راهيسې د وزير اکبرخان مېنې له موټربم راهيسې تر ټولو مرګونی بريد و، چې پر انټرکانټيننټل هوټل له بريد يوازې يوه اوونۍ وروسته کېږي.
نجما ځلا يې د تازه حال په اړه راپور لري.