تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شګو کې زر
د افغانستان شمال ختیځ تخار کې یو شمېر خلک له پېړیو په دودیز ډول د سیند په شګو کې د زرو لټون کوي. په تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو کې د سیند له شګو سره زر ایستل د سلګونو کسانو د عایداتو سر چینه ده. اولیا اطرافي د تخار ولایت ته د یوه ځانګړي سفر په لړ کې د همدغه سیند غاړې ته ورغلی او د سرو زرو چاڼوونکو سره یې خبرې کړې دي.