تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ماشومان د زده کړو لپاره پاکستاني ښوونځي ته ځي
افغانستان کې هغه ماشومان چې له ډېورېنډ کرښې سره څېرمه سيمو کې اوسېږي، د ښوونځيو نشتوالي له امله له کرښې بله غاړه پاکستانيو ښوونځيو کې زده کړې کوي. يوه له دغو سيمو تورخم دی، چې ماشومان یې بله غاړه ښوونځيو او سکولونو کې زده کړې کوي.
پر کرښه د امنيتي څار له ډېرېدو سره د دوی ستونزې هم زياتې شوې، خو بله غاړه اوښتو لپاره دوی ته ځانګړي کارتونه او پېژندپاڼې جوړې شوې دي. ذبيح الله رحيمزی تورخم ته ورغلی و، او د دغو ماشومانو په اړه یې راپور رالېږلی دی.