تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بلخ نوی والي: چې ولسمشر امر وکړي بلخ ته ځم
د بلخ نوی ټاکل شوی والي انجنیر محمد داود وایي، هر کله چې ولسمشر ورته لارښوونه وکړي، د بلخ د والي په توګه به خپله دنده پيل کړي.
ښاغلي داود له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، له عطا محمد نور پرته د جمعیت اسلامي ګوند ډیری غړي د ده پر نوې دنده خوښ دي.
نوموړی زیاتوي، تیر کال چې کله د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او ولسمشرمحمداشرف غني ترمنځ خبرې پيل شوې، دی د عطا محمد نور له خوا د بلخ ولایت کاندید و.