ننګرهار کې جګړو ډېر خلک بې ځایه کړي

د ننګرهار خوګياڼيو کې د طالبانو او داعش اورپکو ترمنځ نښتو له امله سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو وتلې دي. بې ځايه شويو کورنيو د خوګياڼيو سرې کلا دښته کې اړولي، او د سرپنا، خوراک او څښاک نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي. طالبانو رسنيو ته استول شوې يوه اعلاميه کې داعش ډله "فتنه ګر" بللي، او افغان ځواکونه يې د دوی په ملاتړ تورن کړي، خو د افغان ځواکونو قوماندان ويلي دوی د خپل حکومت د ټولو مخالفو ډلو د ځپلو لپاره سيمې ته ځواکونه استولي دي. ذبيح الله رحيمزی يې په اړه راپور لري.