افغانستان کې په نشه روږدي سل زره ماشومان

د ویډیو تشریح، "افغانستان کې سل زره ماشومان په نشه يي توکو روږد دي"

رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان په مخدره توکو روږدي دي. افغان چارواکي وايي، دا شمېره ورځ تربلې زیاتېږي. بل خوا، ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله تر بل هر وخت زیاته شوې. اوس ددې اندښنه شته چې د کوکنارو د کرکېله په زیاتېدو سره به د روږدو کسانو، په ځانګړي ډول د معتادو ماشومان شمېر هم لا زیات شي.