د اکتوبر انقلاب سلمه کليزه او پر ذهنيتونو يې اغېز
د تاريخ له لړزوونکو پېښو، چې روسيه کې يې د اوکتوبر انقلاب يا پاڅون بولي اوس دا دی سل کاله تېرېږي. دا اوونۍ د ځانګړو راپورونو لړۍ کې، نن افغانستان کې پر حالت غږېږو. دا چې د روسيې کمونست انقلاب افغانستان کې د خلکو پر ژوند څه ډول اغېز وکړ، بي بي سي کابل کې له سليمان لايق سره خبرې کړې، د روسيې له انقلابه ۱۳ کاله وروسته ښرنه کې زېږېدلی دی. دی خپله کيسه کوي