د چاه بهار له لارې له هنده افغانستان ته د مرستو لومړۍ کشتۍ
د چاه بهار بندر له لارې له هنده افغانستان ته د مرستو لومړنۍ کښتۍ وخوځېده. په دغه کشتۍ کې، له هنده افغانستان ته، ۱۱۰ زره مټرېک ټنه غنم وړل کېږي.
دا کار، د هند او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه وېډيويي غونډه کې د چاه بهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ترانزيت د سیمې په کچه نوې پیلامه وبلله. تېر کال افغانستان، هند او ایران د چاه بهار بندر له لارې د همکارۍ تړون وکړ.
له هماغه راهیسې دا لومړی ځل دی چې دومره په لویه اندازه مرسته افغانستانه ځي.
په همدې اړه ثنا ساپۍ په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي سره مرکه کړې.