تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خوست ځاځيو میدان ولسوالۍ خلکو له ډېورنډ کرښې سره د اغزنو مزيو غځولو مخنیوی کړی
د خوست ځاځيو میدان ولسوالۍ کې ځايي خلکو له ډېورنډ کرښې سره د پاکستان د اغزنو مزيو غځولو مخنیوی کړی دی.
تېره اونۍ ولسمشر غني پکتیا ته د سفر پر مهال ویلي وو، ولسونه په تارونو او مزيو بېلېدلی نه شي. له هغه وروسته ټولنيزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول چې د خوست یا پکتیا سرحدي سیمه کې خلک د پاکستان اغزن سيمونه شلوي.
خو پاکستاني پوځ دې کار ته دوام ورکوي او وايي نه یوازې اغزن دېوال دروي چې ګڼې امنیتي پوستې هم جوړوي چې د دوی په وینا ترهګر له کرښې يو بل لور ته وانه وړي.