تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل ټانکر چاودنه: د ورک ځوان کورنۍ لا هم د هغه لار څاري
پینځه میاشتي مخکي د کابل په مرکز کې یو ټانکر بمب وچاود. تر سلو ډېر کسان پکې ووژل شوه. شاوخوا درې سوه یې ټپیان کړل. له مړو تر شلو ډېر ورک شول. په ورکو کې، یو خلیل الرحمان بلل شوی دی خو کورنۍ یې مجاهد باله. لا هم ورک دی. د هغه پلار، ورور او خوسر بې بې سي ته خپله دردونکې کیسه کړې. د مجاهد مېرمن او مور تر ډېره پدې باور و چې ښايي هغه کوم ځای بندي وي. د وروکېدو لږه موده وروسته د مجاهد لور وزېږېده. د کورنۍ لپاره دا یو تریخ وخت دی. حکومت د مجاهد کورنۍ ته د هغه حقوق نشي ورکولای ځکه تر اوسه یې د مړینې ثبوت نشته.