د ولسي جرګې پخوانۍ غړې د کلیوالو ناروغانو درملنه کوي

د ویډیو تشریح، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې د کلیوالو ناروغانو درملنه کوي

د وردګو اوونۍ کې د يوې ډاکټرې کيسه لرو، چې د افغان ولسي جرګې غړې وه، مخکې يې هم او اوس هم خپل ډېر وخت د ناروغانو پر دملنه تېروي.

څه د پاسه دوې لسيزې مخکې ژمي کې د زېږېدو پر مهال د يو شمېر ميندو مړينې ډاکټره روشنک وردګ وبوږنوله او اړه شوه چې له پاکستانه خپل پلرني کلي ته ستنه شي.

دا وايي، د ښځینه او زېږون برخه کې يې خپلې زده کړې نیمګړې پرېښودې او دې ته یې ملا وتړله چې د ښځو روغتیايي ستونزو کمولو لپاره وردګو ته لاړه شي.

مېرمن وردګ د افغان ولسي جرګې تېرې دورې غړې وه، اولیا اطرافي وردګو ته د خپل سفر په لړ کې له ډاکټرې روشنک وردګ سره خبرې کړې دي.