تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وردګو اوونۍ: د چک برېښنا کوټ بيا رغول کېږي
افغان چارواکي وايي، په کور دننه د برېښنا د اړتياو پوره کولو ته پلان لري چې ډېر بندونه جوړ کړي. د روان ميلادي کال په پيل کې، کابل ويل چې ۲۷ لوى او واړه بندونه يې په پام کې دي.
پر دغو پروژو پنځه ميليارده ډالره لگښت راځي چې نيمايي يې نړيوال بانک ورکوي.
په وړو بندونو کې يو هم د وردگو د چک دى چې څلور لسيزي پخوا په کابل کې، ولسمشرۍ ماڼۍ ته د برېښنا ورکولو لپاره جوړ شوى و. اوس بيا کار پرې کېږي.
د بي بي سي پښتو تلويزيون، د وردگو اوونۍ، په رپوټونو کې اوليا اطرافي چک ولسوالۍ ته ورغلى دی.