کندهار: ډله ییز برید کې ۴۳ سرتېري وژل شوي

د ویډیو تشریح، په کندهار کې دا پنځم وینلړلی برید دی چې په دوو میاشتو کې کېږي او په ټولو کې نښه لوی پوځي مرکزونه وو

نور اته څلوېښت ساعته او نور نژدې همدغومره یوځایي مړي؛ دا ځل په کندهار کې/ د ګردېز په ویجاړوونکي برید پسې بېخي لنډ.

په دواړو کې طالبانو هماغه یو تکتیک کارولی: له حکومت نه نیولي څو زغره وال جنګي ګاډي له چاودېدونکو موادو ډکول او وار په وار د خپل برید په سیمه کې چول.

په کندهار کې دا پنځم وینلړلی برید دی چې په دوو میاشتو کې کېږي او په ټولو کې نښه لوی پوځي مرکزونه وو.

زموږ خبریال مامون دُرانی په سیمه کې دی.