ښاري ترانسپورت کې ښځې ولې ځورول کېږي؟
په افغانه ټولنه کې د ښځو ځورونه یوه لویه ننګونه ګڼل کیږي. د ځینو افغان مېرمنو په وینا، له سړکه نیولې تر موټره او ان کار ځایونو کې د نارینه و لخوا ځورول کېږي. د بي بي سي د سلو ښځو په لړۍ کې آریا احمدزۍ داسې پېغله غږولې چې وايي پوهنتون ته د تګ راتګ پرمهال په ښاري ټرانسپورټ کې ځورول کېږي.
په ښاري ټرانسپورټ کې بیا بیا ځورول شوې ده. وايي کورنۍ او خپلوان له خپل دغه کړاوه نه خبروي، ځکه ښايي بیا يې زدکړو لپاره له کوره وتلو پرېنږدي. په ښاري ټرانسپورټ کې د ښځو ځورونه د حوا په شان د ډېرو نورو ښځو لپاره هم تر دې دمه ناعلاجه ستونزه پاتې ده.
په لویو ښارونو کې د سړک پر سر د نجونو درېدا او په ځانګړې توګه ښاري ټراسپورټ کې سفر له اغزیو ډک دی، خو دوی وايي مجبوره دي خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره دا ټول په پټه خوله وزغمي.