د کابل ښاري ترانسپورت کې د نجونو ځورونې

د ویډیو تشریح، د کابل ښاري ترانسپورت کې د نجونو ځورونې

پښتونخوا او افغانستان کې د ښځو ځورونه لا تر اوسه يوه لويه ټولنيزه ستونزه ده. ځينې مېرمنې وايي له واټونو او لارو کوڅو نيولې بيا ان تر کارځايونو پورې د نارينه وو له خوا ځورول کېږي.

د بي بي سي سلو ښځو لړۍ کې اريا احمدزۍ کابل کې داسې نجونې غږولې چې وايي پوهنتون او زده کړو ته د تګ پر مهال ښاري ټرانسپورټ کې په ورځني ډول ځورول کېږي.