تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې د پېغلتوب ازمېښت
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي د بکارت معاینې د درولو په موخه پرمختګونه شوي خو له دې سره سره دا معاینه دوام لري.
نړیوال سازمانونه وايي دا معاینه علمي نه ده او نشي کولی څه ثابت کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني د دې معاینې د بندېدو شفاهي امر کړی و، خو کابل کې زموږ همکارې آریا احمدزۍ موندلې چې د ولسمشر غږ نه دی اورېدل شوی او لا هم د نجونو د بکارت معلومولو پېښې شته.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو خو بریالي نشو.