تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان چارواکي وايي د کابل امنیت ټینګښت لپاره یې نوی پلان جوړ کړی
افغان حکومت د پلازمینې کابل د امنیت لپاره نوی پلان اعلان کړ. دا ګام د تېرو څو میاشتو له خونړیو پيښو وروسته اخیستل کېږي.
ولسمشر اشرف غني ویلي و داسې امنیتي طرحه به جوړوي چې ورسره د کابل امنیت ډاډمن شي. د دې امنیتي پلان له مخې د کابل ډیپلوماټیکو سیمو ساتل به لومړیتوب ولري.