تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي سوداګرۍ بیا پیل
له يو مياشتني ځنډ وروسته د کابل او ډيلي ترمنځ د هوايي سوداګرۍ لړۍ بيا پيل شوې.
له شاوخوا يوې مياشتې ځنډ وروسته د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي لېږد بهير پيل شوی دی.
افغان چارواکي وايي نننۍ الوتنه کې ۳۱ ټنه تازه او وچه مېوه او نور سوداګريز توکي هند ته ولېږدول شول.
د افغانستان او هند ترمنځ د هوا له لارې دا سوداګریز دهلیز نژدې يوه مياشت مخکې پرانیستل شوی و، خو د تخنیکي او اداري ستونزو له امله یې بهير ځنډېدلی و.
آریا احمدزۍ کابل کې د سوداګرۍ خونې له ویاند صیام الدین پسرلي سره خبرې کړې او په سر کې یې ترې د ځنډ لامل پوښتلی.