ولسمشر غني په اختریز پیغام کې وویل افغانان له "بې عقیدې او بې همت دښمن" سره مخامخ دي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اخترمبارکۍ یوه ویډیویي پیغام کې د روژې میاشت کې افغانستان کې خونړیو پېښو ته په اشارې ویلي، افغانان له "بې عقیدې او بې همت دښمن" سره مخامخ دي چې د "قران، جنازې او جومات" درناوی نه لري.
ولسمشر غني وايي، اسلامي هېوادونه داسې "فتنې سره " لاس او ګرېوان دي چې پر مسلمانانو یې خوښي پېرزو نه ده.
ولسمشر غني له خلکو غوښتي چې د روژې میاشت کې افغانستان کې د خونړیو پېښو "د شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي او مرسته وکړي".